لیک: ندیم خان
د ماښام لمرلویدو وؤ او د بادشاهی جومات څنګ ته چمنی کې د ماښام لمونځ ترسره کولو وروسته ، دوي د شاهي محل په لور حرکت پیل کړ چې د هیرا منډي په نوم پیژندل شوی ، چې د فاحشو بازار په نامه شهرت لري.
ما سره دوه نور ملګري هم وو ، هیرا منډي د شاهی محله دبادشاهي جومات ته څیرمه موقعیت لري ، د دې ښکلي بازار تاریخ په اسانۍ سره د شاوخوا تاریخي ودانیو څخه معلومیدای شي.
کله چې دوی کوڅې ته ننوتل ، په لومړي سر کې بازار د معمول په څیر څرګند شو ، مګر کله چې دوی د تنګ ، تیاره کوڅو څخه تیریدل ، ځوانې انجونې د کوڅو او دروازو کې ولاړې وې او د ګراکانو په لټه کې وې ـ نرمې جامې یې اغوستې وې ـ خپل مخوؤ باندې سپین پوډر مښلی وړ ـ دوي فاحشاوې نه بلکې شهزادګانې معلومیدې.
خو کله چې موږ دوي ته پام شو نو پیغلو انجونې کومې چې په دغه تنګ او تیاره کوڅه کې دواړو خواو څخه دوی ته ګوته نولې وې ـ په دې کې ځینې انجونو یې منځنی عمر درلود. ګوتې نیول دا نښه د پیرودونکو راجلبولو لپاره ده. پداسې حال کې چې یو څو میرمنې په سړک ته څیرمه ولاړې وې او له میوزیک نه یې خوند اخیسته.
په دې کوڅه کې میندې میرمنې د پیسو ګټلو یا دخپلې لوږې پوره کولو لپاره پیرودونکو راجلبولو لپاره اشارې کولې.
ډیری انجونې چې اشاره کوي یوازې د ځوانۍ په درشل کې وې
دا د نورې نړۍ څخه خورا مختلفه نړۍ ده ، یو بشپړ بیلا نړۍ ده چیرې چې هیڅ اړیکه شتون نلري. د شاهي محلې څخه د تیریدو پرمهال ، د سړي وضعیت خورا توپیر کوي ، لږترلږه د یوې شیبې لپاره سړی حیران کیږي چې د دې فاحشاوو ژوند به څنګه وي؟
لوږه په نړۍ کې د ټولو لعنتونو مور ده.”
د منټو له دې کلمې نه وروسته په دې هکله څه لیکل آ بس ده.


