افغانستان او د زمبابوې ترمنځ درې ورځنۍ تمریناتي لوبه بې پایلې پای ته ورسېده

1
146

 

‏‎د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوب‌‌‌‌‌‌ډلو ترمنځ د راتلونکو دوو ټېسټ لوبو لپاره د لا ‌‌‌‌‌‌ډېر چمتوالي په موخه درې ورځنۍ تمریناتي لوبه ترسره شوه، چې د دریمې ورځې تر وروستیو افغان توپوهونکي ونه سوځېدل او د لوبې ټاکلي وخت پای ته رسېدلو له امله، یاده لوبه بې پایلې اعلان شوه.
‏‎د همدغې لوبې د دویمې ورځې تر ورستیو شېبو زمبابوې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۵۰۵ من‌‌‌‌‌‌ډې ترلاسه کړې او توپوهنه یې افغان لوبغاړو ته ورکړه.

افغانستان د دریمې ورځې ترپایه د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۷۱ من‌‌‌‌‌‌ډې جوړې کړې او منیر کاکړ پکې د پام وړ ښه او په زړه پورې لوبه وکړه، هغه د لس څلویزو او د دریو شپږیزو په وهلو سره ‌‌‌‌‌‌ډېرې ۱۲۵ ناسوځېدلې من‌‌‌‌‌‌‌ډې وکړې‌‌‌‌‌‌.
‏‎ټاکل شوې، د افغانستان په کوربتوب د دواړو هېوادونو ترمنځ په متحده عربي اماراتو شیخ زاید کرکټ لوبغالي کې د راتلونکې مارچ میاشتې په دویمه نېټه د دوه ټېسټ او دریو شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل او د همدې هغې تر ۲۰ مې نېټې پورې به دوام وکړي.

يوه تبصره

جواب ورکړه

Please enter your comment!
Please enter your name here