لیکونکی: زاهد الله زاهد
د ۲۰۰۴م کال د مارچ په ۳۱مه سهار وختي نهه نيمې بجې چې کله څلور امريکايان په دوه پيجارو موټرو کې د عراق فلوجې ښار چې د جوماتونو ښار يې بولي ٬ ورننوتل نو د ښار مرکزي لارې بيخي ورانې غوندې ښکارېدې که څه په نورو ورځو کې په دغو لارو کې ډېره ګڼه ګوڼه وي خو نن سهارنۍ چاودنې دغه هټۍ ټولي ټړلې وې. د امريکايانو کاروان چې څرنګه ښار ته راننوت او ودرېدل شاته په يو جيپ باندې ګرنيټ راوغوځېدل او سمې ډزې پيل شوې او په جيپ کې ناست امريکايان يې ژوبل کړل.
بريد کونکو په پټ مخ منډې وهلې او د الله اکبر چيغو سره يې ټوله فضا ولړزوله. يوه جيپ والا د تښتېدلو ناکامه هڅه وکړه خو شا و خوا سلهاوو کسان را ټول شول او دواړو جيپونو ته يې اور واچاوه ٬ جيپ کې ناست خلګ په اور سره ومړه او جسدونه يې خلګو ټوټه ټوټه کړل. وروسته د تلويزون د کمرو مخې ته يو ځوان لوحه په لاس چې د هډوکو او ککرۍ عکس ورباندې نقش ؤ او په انګليسي يې ليکلي وو ” فلوجه د امريکايانو هديره ده ! “بل سبا د امريکايي ورځپاڼو په سرټکو کې ليکل شوي وو چې “عراقيانو په ډله ييز ډول څلور امريکايان ووژل” خو په فلوجه کې وژل شوي ځلور تنه د امريکا وسله وال نه وو ! نو دا بيا څوک و ؟ ” دا وو د سامراجي نړۍ روزل شوي غيردولتي د کرايې فوځيان ٬ ( بليک والیک واټر)
بليک واټر څوک دي ؟ دا د کوم ملک دي ؟ دا تر کوم قانون لاندې عمليات کوي ؟ د دې ډلې سرچينه څوک دي ؟ هر ملک پوځ لري نو د دې غير دولتي د کرايې پوځ څه ضرورت پېښ سو او چا دا پوځ تيار کړی ؟ ايا دا د خپلو کړنو جوابده دي ؟ داسې بلها ډول پوښتنې د بليک واټر په نوم اورېدو سره سم دستي زېږي خو په دې اړه د امريکا يو څېړنکار او ژورناليست جيريمي سکاهل چې په امريکا کې په عسکري ٹهېکدارانو او په خاص توګه په بليک واټر د يو نقاد په توګه پېژندل کېږي. او ده د ” بليک واټر په نوم يوه څېړنه وکړه چې اخر يې د کتاب په بڼه چاپ او خپور کړ ٬ ليکوال د ياد موضوغ په اړه چې د بليک واټر د عهده دارانو سره ليدل غوښتل نو هغو د ليده کاته څخه ډډه وکړه.
د ۹/۱۱ پېښې وروسته د امريکا دولت او جارج ډبليو بش د خپلې کارډلي سينئر غړی د امريکا د دفاع سکرټر رمزفيلډ ته د جنګ او ترهګري مخنيوي لپاره اختيارات وسپارل هغه د جنګ او جنګي حالاتو د کنترول کولو لپاره خپله يوه ستراتيژي تياره کړه چې هغې ستراتيژي ته يې ” Rumsfeld Docrine ” نوم ورکړ. د دې ستراتيژي مقصد دا ؤ چې په جنګ کې دي د ملکي پوځ په ځای خصوصي غير دولتي پوځ او د شخصي عسکرو ټېکدارانو ته دنده وسپارل شي. رمزفيلډ د ” ترهګري په وړاندې نړيواله جګړه ” په نوم يوه لويه غونډه راوغوښته چې په هغه غونډه کې د يوې شخصي عسکري کمپنۍ مالک سخت دريځه عيسايي کروپتي ايرک پرنس ته هم بلنه ورکړې وه او د ايرک پرنس د عسکري کمپنۍ نوم وو ٬ بليک واټر.
د امريکا کيرولينا ايالت په سوېل ماياک نومي سيمه کې ايرک پرنس په ۷۰۰۰ ايکړه مځکه د نړۍ تر ټولو لويه شخصي عسکري کمپنۍ د بليک واټر په نوم بنياد کېښود او دې کمپنۍ د ۹/۱۱ پېښې وروسته شهرت وموندل. د دې کمپنۍ سره د امريکا پخوانی نايب ولسمشر ډک چيني Dick Cheney ٬ رمزفيلډ او ورسره ټول د امريکا ټول تعاقد شوي سرمايه دار پوځي او استخباراتي غړي کار کوي. د دوی هڅه دا وي پوځي ټېکې اخيستل دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امريکا پوځ لپاره حالات مساعدوي . د ډېرو هيوادونو حکومتونه ړنګولی شي او دا وخت شا و خوا د ۵۰۰ ملين ډالرو ټېکې ورسره دي. د ولسمشر بش کارډلي بليک واټر په اړه يو راپور ” د امريکې دفاع له نوي سره جوړښت ” په نوم خپور کړو او په دې راپور کي په ښکاره ليکلي وو چې بليک واټر به د جنګي مهم لپاره کار کوي خو کله چې د ۹/۱۱ پېښه وشوه نو د بليک واټر لپاره جواز نور مضبوط شو. د عراق د جنګ ټېکه هم ورسره ده او د پام وړ خبره خو دا ده چې د جون په ۲۸تمه کال ۲۰۰۴م ۱۷ قانوني فرمان په ترڅ کې بليک واټر د قانون څخه بالاتر وګڼل٬ دوی هيڅ ډول قانون ته ځوابده نه دي خو بليک واټر دعوه لري چې دوی د نړيوال امنيتي عملياتو ادارې /International Peace Operation Association تر قانون لاندې کار کوي.
د نړۍ د سرمايه دارو د سرمايه کاري لپاره بليک واټر يوه نوي سرچينه ده. د دې عسکري کمپنۍ د يوه عسکر معاش په شپږو هندسو کې ورکول کېږي. او په يوه عسکر د ورځې ۱۳۵۰۰۰ ډالره لګښت راځي او په ټوله کمپنۍ د ورځې درې څلور بلين ډالره لګښت راځي او ورسره دا شخصي کمپنۍ په څنګ کې د ګرې سټون / Gray Ston په نوم يوه بله ځانګه هم لري او دولت ته ماليه هم نه ورکوي. په ۱۹۹۶ء کې خپل روزنيز کامپ بنسټ کېښيود او دا مهال د نړۍ ۸ ٬ ۹ هيوادو کې شتون لري.
د دې کرايې پوځي کمپنۍ بنسټګر ايډګر پرنس د ايرک پرنس پلار و چې د هالېنډ په مشي ګن ښار اوسېدونکی وو او په دې ښار کي يې د يوه بې تاجه بادشاه په څېر پېژندګلوي درلوده. ايډګر پرنس چې د دې کمپنۍ بنسټ کېښود نو د دې کمپنۍ څلور برخه مزدور طبقه وه خو کله چې په ۱۹۹۵ء د مارچ ۱۲مه نېټه د زړه د دورې له کبله ناڅاپه ومړ نو د ايډګرپرنس زوی ايرک پرنس يې د کمپنۍ چارې په غاړه واخيستې.د جون مياشت ۱۹۹۷ء کال ايرک پرنس باقاعده دا کمپنۍ د بلېک واټر په نوم ونومول او په ۱۹۹۸ء کال يې په يو لک يوولس زره ايکړه مځکه د بليک واټر د دوتر ودانۍ پيل کړه ٬ چيرې چي پکښې د اسلحې روزنه ٬ پوځي روزنه او د جنګي سامانونو اوزار تيارول شامل وو. په دې پايله کي تر ۲۰۰۶ء پورې دې کمپنۍ يوولس ميلينونه ډالره ترلاسه کړي او د سرمايي د دې توپان ترشا د ۹/۱۱ پيښې لوی لاس و کومه پيښه چې د بليک واټر غوندې شخصي کمپنيو ته تر تصور زياته وده ورکړه او ورسره د ترهګرۍ ضد جګړه کې زياته ګټه هم دې بليک واټر ترلاسه کړه. د بليک واټر په بانيانو کي د يوه الکلارک نومي کس وينا ده چې ” بليک واټر چې نن څومره پرمختګ کړی ٬ لامل يې اسامه بن لادين دی. ” دا وخت يې يواځې ۳۰۰۰۰ سمندري ځواکونه روزلي او ۳۷۵ ميليونه ډالر يې ترلاسه کړي دي. د روزنيز پروګرامونو په موخه يې د امريکې څارګري ادارې څخه ۶۱۰۰۰۰ ډالرو ټيکې اخيستي او لومړۍ ټيکه هم سي آئی اې/ ۲۰۰۲CIAء کال د اپرېل په مياشت کي ورکړه. د امريکې څارګري ادارې CIA / سي آئی اې دارالنشاہ رئيس اې-بی بذی کرنګارډ/ A-B Bussy Krongard په وينا چې کله زه د افغانستان پلازمېنه کابل ته ولاړم نو هلته د امريکې د استخباراتو تمځای خوندي نه وو ٬ نو بليک واټر ته مې د هغه ځای د امنيت ټېکه په ۵۴ ميليونه ډالره ورکړه هغه په دې چې دا کمپنۍ دا اهليت لري چې په ډيره لنډه موده کې د کرايې عسکر روزلی او موندلی سي.
د پانګوالي په دې منډۍ کي چې د فرد پانګه د افرادو په استثمار تکيه کوي ٬ د هيواد پانګه د محکومو قامونو او ولسونو په استثمار ولاړه وي هم دا راز يو استعماري دولت د يوه محکوم استثمارکېدونکي دولت د معدني زېرمو د استخراج او ورسره په هغه دولت کې د خپلو توکو لپاره د ګران بيه منډۍ کنترول کولو پورې مربوط وي. د پانګونې په دې رسه کشۍ کې هر کاپيټاليسټ هيواد د بل هيواد د وينو تږی وي او د وينې تويولو لپاره جنګ ته زمينه مساعدوي او دا ډول د جنګي وسله او نشيي توکې د پلورلو يو لوی بازار جوړ کړي خو د وخت او زمان د تغير سره اوس دا استعماري تاکتيک او حربه لپاره دغه کاپيټاليسټي هيوادونه جواز له لاسه ورکوي نو ځکه اوس يې د شخصي کمپنيو په شکل کوم چې په زور ځانته دښمنان پيدا کوي ٬ هم هغه شوم موخې ترلاسه کوي او لکه څنګه چې يادونه وسوه چې د بليک واټر د هيڅ ډول څرګند قانون ته جوابده نه دي نو دوی ته مخه خلاسه ده چې په لنډه موده کې هغه څه ترلاسه کړي کوم چې يو هيواد په ډيره اوږده موده کې ترلاسه کول او د دې جرمونو په ترڅ کې هيڅ يو هيواد تورن کېدای هم نه شي. د بېلګي په توګه کله چې دولتي کارکونکو ته خبر ورسېد چې عراق کې شخصي کمپنيو پوځيان ډيرې روپۍ ګټي نو هغوی دولتي دندې پرېښودې او د دې بلېک واټر غوندې غير دولتي کمپنيو سره کار پيل کړ. کله چې بليک واټر نړيوال شهرت وموندل نو په ۲۰۰۹ء کال يې نوم په اکاډمي / Academy بدل کړ او اوس د اکاډمي په نوم پېژندګلوي لري. په محکومه پښتونخوا کې هغه د کرايې جنګياليانو ته چې څومره معاش ورکول کېږي که د بليک واټر لخوا يو په دوه معاش ورته ومنل شي نو هرو مرو به بليک واټر ته د کرايې پوځيان ملاؤ سي.
خو تر ټولو حل طلب پوښتنه دا ده چې بليک واټر به د خپلو کړنو په ځواب کومې محکمې ته وړاندې کېږي؟.



[…] بليک واټر د کرايې پوځيان […]