ویب ډیسک
د پاکستان حکومت پخواني وزیراعظم نواز شریف ته نوی پاسپورټ جاري کړی دی او د هغه نوم یې له ممنوع الخروج کسانو له لیسته ویستلی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ويليچې دا پاسپورټ د لسو کلونو لپاره جاري شوی او اوس نواز شريف کولی شي چې په ازاد ډول سفر وکړي. هغې د پاکستان يو شخصي ټيليويژن سما ته ويليچې دا د نواز شريف حق وو چې ورکړل شو.
ډان ورځپاڼې ليکلي چې دا پاسپورټ د اپریل پر ۲۳مه ورکړل شوی دی خو پاسپورټ ډيپلوماټيک نه بلکې عادي دی. ورځپاڼې د کورنيو چارو وزارت په حواله ليکلي چې د واکمن ګوند، مسلم ليګ (ن) قايد، نواز شريف نوم له «ممنوع الخروج» لیست څخه هم ليرې شوی دی.
د نواز شریف د ډیپلوماټیک پاسپورټ موده د ۲۰۲۱ کال د فرورۍ پر ۱۶مه ختمه شوې وه. د ۲۰۲۰ کال به پای کې د تحريک انصاف حکومت د هغه مهال د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي وو چې دا پاسپورټ به نه نوی کيږي.
نواز شریف د پاکستان د اوسني وزیراعظم شهباز شریف مشر ورور دی. پر هغه د درغليو مقدمې دياو د قید سزا هم ورته اورول شوې. خو عدالت نوموړی د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د اتو اوونیو په ضمانت پرېښی وو او بیا میاشت وروسته هغه ته اجازه ورکړل شوې وه چې د خپلې درملنې لپاره کولی شي د څلورو اوونیو لپاره له ملکه بهر لاړ شي.
خو نوموړی لا هم په لندن کې دی او وايي چې ډاکټرانو یې درملنه جاري ساتلې ده. په لندن کې د هستوګنې په وخت، هغه په خپلو تقریرونو کې د پاکستان پر پوځ سخت تنقیدونه کول او هغوی یې په سیاست کې په ګوتو وهلو تورنول. د پاکستان پوځ په سیاست کې د مداخلت تور ردوي.
د مسلم ليګ (ن) سیاستوالو د نواز شريف لپاره د نوي پاسپورټ د ورکړې هرکلی کړی دی. د دې ګوند د پنجاب صوبې د اسمبلۍ غړې، حنا پرويز بټ پر ټويټر ليکلي چې ښايي نوموړی زر پاکستان ته ستون شي.
خود تحريک انصاف سیاستوالو د حکومت لخوا نواز شريف ته د پاسپورټ نوي کولو او د هغه نوم له ممنوع الخروج لیست څخه د ایستلو پرېکړه غندلې ده. د دې ګوند، يوې مشرې، عندليب عباس پر ټويټر ليکلې چې عدالتيمقدمو ته نه حاضريدونکي، نواز شريف نوم بايد له ممنوع الخروج لیست څخه نه وای ویستل شوی.


