یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ۲۱۵ میلیون ډالرو په لګښت د پیروزي ښارګوټي پروژه رغول کېږي

د ۲۱۵ میلیون ډالرو په لګښت د پیروزي ښارګوټي پروژه رغول کېږي

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت د کابل په پیروزي ښارګوټي کې د ۱۵۰ صنعتي کارخونو د جوړېدو طرح تصویب کړه.

د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون په یو بیان کې ویلي، د دې طرحې له مخې چې د ښار جوړونې او اراضي وزارت دې کمیسیون ته سپارلې، دا ښارګوټی د بېجنګ- ننګرهار په نوم ساختماني شرکت د ۲۱۵ میلیون ډالرو په لګښت رغوي.

د بیان له مخې د دې پروژې د چارو له پیل سره به له ۱۳۶۰۰ ډېرو کسانو ته د کار فرصت برابر شي. د پخواني حکومت د معلوماتو له مخې د پیروزي ښارګوټي په پروژه کې چې د بنسټ ډبره یې ۱۳ کاله مخکې د کابل په ده سبز سیمه کې کېښودل شوه، سوداګریزه سیمه، صنعتي کارخونې یو ښوونځی او یو جومات شامل دي.

په عکس کې: د پخواني حکومت د ښارجوړونې وزیر محمودکرزی له پیروزي ښارګوټي څخه د لیدنې پرمهال

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه