لیکنه: داود افغان
دوستانو، خپلوانو او زامنو! لويي په واک او ځواک کې نه ده، لويي د خلکو په چوپړ کې نغښتې ده. زه یو مهال د آسیا په منځ کې د یوه سپېڅلي او مېړني ولس ګران ټولواک وم، ټولواک نه، بلکې مشر، لارښود او مخکښ وم. هغو له ما سره ملا وتړله او په یوه ږغ مو د نړۍ ځبر ځواک پر ګونډو او د خپل مېړني ولس لپاره دا بریا د تاریخ یو دروند څپرکی شو.
خو دښمن ډېر هوښيار، زرنګ، ټګ او له حده وتلی غدار و، د کورني مرتجعینو په ملاتړ یې وکړای شول چې ما؛ له خپل هيواد څخه وتلو ته اړباسي او پرې نه ږدي چې دا اتل ولس د پرمختګ پړاوونو ته ورسوم.
هو! زه چې کله له هغه ځایه راغلم، نو دښمن ته به رښتيا هم زما د ټبر د خوړلو چانس برابر شوی وي. دا دی له هغه وخته څلوېښت کاله تېر شول، خو زما ولس اوس هم د جوارو په ډوډۍ نه دی موړ. اوس چې دادی د حق لور ته روان یم، نو زما د ژوند وروستي ټکي داسې څرګندوم: ( زما هيواد هغه دی چې ما؛ په کې خاپوړې او له غلیم سره جګړې کړي دي، زما هېوا دا نه دی چې په کې دا څو کاله اوسېدلی یم، زما هيواد د آسیا زړه دی، زما هيواد هغه دی چې په کې زما د ټبر د شلو زرو کلونو تاریخ پروت دی، دا هيواد راته د يوه هوټل غوندې دی، ما له دې ځایه یوسئ او هلته مې ښخ کړئ، چې ولس پالونکي مې یو وخت د قبر له پاسه غونډې وکړي، که څه هم په ژوند کې مې د خپل ولس، هيواد او پلرنۍ خاورې لیدنه په نصیب نه شوه، خو د جنازې کټ مې د نړۍ بام (پامیر) د لوړتابه نښې هندوکش او د پرمختګونو مور (بلخ) ته یوسئ.
زه به له خپل ولس څخه لکه څنګه چې دا څو کلونه په تن بېل وم اوس به د تل لپاره ځینې بېل شم، خو دا په پام کې ولرئ، چې زما اروا زما له ولس څخه نه بېلیږي، زما غوښتنه ددې ولس ښادي، لوړوالی او پرمختګ دی. همدومره!


