یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد کراچۍ پوهنتون په چاودنه کې د دریو چینایانو وژل شوي

د کراچۍ پوهنتون په چاودنه کې د دریو چینایانو وژل شوي

ویب ډیسک

د پاکستان د کراچۍ ښار په پوهنتون کې دننه نن یوې چاودنې یو میني بوس والوزاوه چې په پایله کې یې درې چینايي محصلان او د هغوی پاکستان ډریور ووژل شول.

د دې برید مسوولیت د بلوچستان د بیلتون پوځ BLA په نوم، په بلوچستان کې فعالې بېلتونپالې ډلې منلی او وايي چې دا انتحاري برید د شاري بلوچ په نوم یوې ځوانې کړی دی.

د کراچۍ پوهنتون چارواکو ویلي چې په دریو وژل شویو چینايي وګړو کې د چین له خوا د جوړ کنفوسیوس انستیتیوت مشر هم شامل دی او دوه نور ښوونکي وو. دا انستیتیوت د لوړو تحصیلي پړاوونو محصلانو ته د چینايي ژبې درس ورکوي.

د کراچۍ د پولیسو مشر غلام نبي مېمون هم تایید کړې چې، د دوی له لومړنیو تحقیقاتو ښکاري چې ښايي دا یوه انتحاري حمله وه.

په پاکستان کې پر چینايي وګړو پخوانۍ حملې هم تر ډېره بلوڅ بېلتونپالو کړي. دا حملې اکثرا په پاکستان کې د چین پر اقتصادي پروژو متمرکزې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه