ويب ډيسک
د ایران په کرمان ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله شپږ افغانان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د پنجشنبې په ورځ، د ماسپښین شاوخوا ۱:۳۰ بجه د کرمان په بردسیر ښار کې شوې.
ایسنا د کرمان سیمه ییزو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دا افغان کډوال په یوه پيژو ۴۰۵ ډوله مسافروړونکي واړه موټر کې سپاره وو چې موټر یې په بل لټ واوښت او مرګژوبله یې واړوله.
د پېښې د یوه ټپي حالت هم نازک بلل شوی دی.
د دې ترافیکي پېښې لامل لا نه دی معلوم.
خو ایران کې قاچاق وړونکي اکثر افغان کډوال له یوه ښاره بل ته د انتقال پر مهال د پولیسو او چک پاینټونو له ویرې په خرابو لارو بیايي یا په لوړ سرعت تیریږي.


