ویب ډیسک
نیویارک ټایمز د هند تر کنټرول لاندې کشمیر سیمه کې پر سېلانیانو د برید له امله د پاکستان او هند ترمنځ کړکېچ په اړه یوې مقاله کې د هندي مشرانو په حواله لیکلي چې ښایي دغه هېواد پر پاکستان برید وکړي.
دغه مقاله کې بیا د یوه لوړپوړي پاکستاني چارواکي په حواله راغلي چې دغه هېواد به د هند هر احتمالي عمل ته غبرګون وښیي او له خپل ځان به دفاع وکړي.
دغو چارواکو ویلي، تر اوسه يې د هند د پوځ تحرکات نه دي ليدلي خو خپلو پوځيانو ته یې د تیارسي امر کړی دی.
د شنونکو په خبره، د پاکستان او هند دا ځل احتمالي نښته به ۲۰۱۹ کال تر جګړې ډېره ویجاړونکې وي.


