دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد شمالي وزیرستان سوداګر وايي ،غلام خان بندر دې پرانیستل شي.

د شمالي وزیرستان سوداګر وايي ،غلام خان بندر دې پرانیستل شي.

ويب ډیسک

د شمالي وزیرستان سوداګر له حکومته غوښتنه کوي چې له افغانستان سره له دريو ورځو راهیسې تړل شوی غلام خان بندر دې پرانیستل شي.

د شمالي وزیرستان د سوداګرو مشر حاجي عبدالله خان د اپريل په ۲۴مه مشال راډیو ته وویل چې د لارې د بنديدو له وجې د دوی ډير مالي تاوان شوی نو ځکه بايد د پاکستان حکومت دا لاره سمدستي خلاصه کړي. “په سلګونه ګاډي ولاړ دي، هم د افغانستان لور ته او هم د پاکستان لور ته. د ټرانزیټ ګاډي، د سبزۍ ګاډي او داسې نور. موږ له حکومته خواست کوو چې دا لاره دې نه بندیږي ځکه چې د تجارانو ډېر لوی نقصان روان دی.”

د اپريل په ۲۲مه د پاکستان پوځ د عام اړيکو څانګې په يو بیان کې ويلي وو چې د افغانستان له خوا پر دوی د وسله والو په بريد کې ۳ پوځيان وژل شوي او ۴ زخميان شوي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دې ويلي. له دغه پېښې رووسته دا لار وتړل شوه.

د شمالي وزیرستان غلام خان بندر تحصیلدار غني رحمان وزیر د اپريل په ۲۵مه، مشال راډیو ته تاييد کړه چې د بې امنۍ د پېښو له وجې دا دروازه تړل شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان له خوا د سوداګرو يوه جرګه هم ور روانه ده چې دوی به ورسره د امنيت په اړه خبرې وکړي او تمه ده چې دا لاره به ژر خلاصه شي.

د غلام خان پر لار نه یوازې د شمالي وزیرستان بلکې د خيبر پښتونخوا ځيني سوداګر هم د افغانستان سره سوداګري کوي. د افغانستان خواته د خوست او پکتيا خلک هم له دې لارې خپل مالونه د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته وړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه