ویب ډیسک
د مظلوم اولسي تحريک پاکستان مشر صادق خان عدوزي په خپل خپاره شوي بیان کې ویلي چې
په اوسني حالاتو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولیز تاوتریخوالی او نښتې ډېرې د اندېښنې وړ دي.
دواړه هېوادونه اسلامي هېوادونه دي او دا مهال د روژې مبارکه مياشت روانه ده، چې د صبر، زغم، ورورولۍ او روغې جوړې درس راکوي. په داسې مقدسه مياشت کې د جګړې او تاوتريخوالي فضا زموږ ټولو لپاره د افسوس وړ ده.
د مظلوم عوامي تحريک پاکستان مشر حاجي صادق خان عدوزي ټينګار کوي چې دواړه ورور اسلامي هېوادونه دې له حوصلې او حکمت څخه کار واخلي او ستونزې دې د زور پر ځای د مذاکراتو او ډايلاګ له لارې حل کړي. جګړه هېڅکله د ستونزو حل نه وي، بلکې له دې امله دواړو غاړو ته ولسونه، په ځانګړي ډول پښتانه، سخت اغېزمن کېږي.
په سرحدي سيمو کې د خلکو روزګار سخت زيانمن شوی، کاروبارونه ګډوډ شوي، تګ راتګ درېدلی او عام ولس له ناامنۍ سره مخ دی. تر ټولو زيات زيان هغه کورنۍ ويني چې د پولې دواړو غاړو ته مېشت دي او خپلوي، تجارت او ژوند يې له يو بل سره تړلی دی.
له همدې امله موږ له دواړو حکومتونو څخه غوښتنه کوو چې د تاوتريخوالي د کمولو لپاره دې ژر تر ژره جدي او موخيز مذاکرات پيل کړي، ترڅو په سيمه کې سوله او ثبات ټينګ شي او ولسونه له نورو ستونزو وژغورل شي. د روژې مبارکې مياشتې تقدس ته په درناوي سره دې ورورولي او اسلامي اخوت لا پياوړې شي.


