یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان:کېچ ولسوالۍ کې په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په...

بلوچستان:کېچ ولسوالۍ کې په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

ویب ډیسک

د بلوچستان ایالت په کېچ ولسوالۍ کې په یوه برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

ځايي رسنۍ وايي؛ دا پېښه د کېچ ولسوالۍ په بلېده سیمه کې رامنځته شوې ده.

د دوی په وينا، وسله والو کسانو لومړی پر یو استوګنیز کور د هاوان مرمۍ ویشتلې او وروسته یې پرې ډزې کړې دي.

د دوی وايي؛ په دې پېښه کې ۶ کسان وژل شوي چې جسدونه یې د اور له امله د پېژندنې وړ نه دي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

سیمه ییزو سرچینو د کور مالک عبدالحمید ښودلی او ویلي یې دي چې هغه په سیمه کې یو “حکومتي پلوه” شخصیت و.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو په بلوچستان کې ډېری وخت دا ډول بریدونه د ازادي غوښتونکو بلوڅ وسلوالو او حکومتي ملیشو ترمنځ د شخړو له امله رامنځته کېږي.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه