پښتو جرنل
د عوامی نیشنل پارٹی مرکزي مشر سینیټر ایمل ولي خان په خیبر پښتونخوا کې د امن او امان د ورځې تر بلې خرابېدونکې وضعې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې ایالت دا مهال د بېثباتۍ له ډېر خطرناک پړاو څخه تېرېږي. د وروستیو پرلهپسې ترهګریزو پېښو او د هدفمندو وژنو زیاتېدونکي لړۍ نه يوازې د خلکو په منځ کې وېره او ترهه خپره کړې، بلکې د صوبایي حکومت پر کړنو یې هم جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
هغه وويل، له بده مرغه په دې تر ټولو خراب حالت کې ایالتي حکومت هېڅ ځای نه ښکاري او د هغوی چوپتيا دا څرګندوي چې امن او امان د دوی په لومړیتوبونو کې شامل نه دی. که پر وخت او جدي ګامونه پورته نه شي، نو حالات لا پسې خرابېدلی شي.
سینیټر ایمل ولي خان زياته کړه چې د ترهګرۍ مؤثر مخنيوی د ایالتي او فدرالي حکومت دواړو ګډ مسووليت دی، خو د صوبې او مرکز ترمنځ روانه سیاسي کشمکش يې تاوان د خیبر پختونخوا خلکو ته رسېږي. هغه غوښتنه وکړه چې دواړه حکومتونه دې خپل اختلافات شاته پرېږدي، جديت وښيي او د امن د ټينګښت لپاره عملي اقدامات وکړي.
هغه خبرداری ورکړ چې پښتونخوا نوري مړي نه شي زغملی او دا اور بايد په هر صورت ودرول شي. عوامي نیشنل پارټي به ټول اړوند لوري په باور کې واخلي او په صوبه کې د تلپاتې امن د ټينګښت لپاره د هر مثبت او اغېزناک ګام ملاتړ وکړي.


