یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيشهيدي : انګلینډ سخت چېلنج دی خو مونږ هر ډول چېلنج ته...

شهيدي : انګلینډ سخت چېلنج دی خو مونږ هر ډول چېلنج ته تيار يو

ويب ډيسک

د افغانستان د کرکټ لوبډلې مشر حشمت الله شهيدي وايي، «انګلېنډ يوه غوره لوبډله ده، زمونږ دپاره يو سخت چېلنج دی خو مونږ هر ډول چېلنج ته تيار يو.»

شهيدي نن په ۲۵مه فرورۍ دا څرګندونې په خبري غونډه کې کړي دي.

د پاکستان په کوربتوب د چېمپيننر ټرافي په روانه لړۍ کې د افغانستان لوبډله سبا په لاهور کې د انګلېنډ سره مخامخ کيږي.

شهيدي وويل، دوی تيار دي چې هره لوبه په مثبت انداز وکړي، حوصلې یې د ۲۰۲۳م د نړيوال کپ په څېر لوړې دي.

هغه زياته کړه، د دوی د لوبډلې او لوبې په اړه چې څومره بحثونه کیږي دوی ته ډاډ ورکوي، او دوی د ښه لوبې دپاره هڅې کوي، د نړۍ په اته غوره لوبډلو کې لوبيږي.

 

افغان لوبډلې په ۲۱مه فرورۍ د جنوبي افريقې څخه په ۱۰۷ منډو په توپير ماتې خوړلې وه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه