یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان غواړي افغانستان ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیسي

پاکستان غواړي افغانستان ته د بهېدونکو اوبو مخه ونیسي

ويب ډيسک

پاکستان په دې په غور کوي چې د چترال سیند د اوبو مخه په هغه ځای کې، چې د افغانستان خاورې ته داخلیږي، او د کونړ پر سین ورګډېږي، واړوي او د سوات په سین کې یې وبهیوي.

 

پاکستاني رسنیو د دوشنبې په ورځ (د کب ۶ مه/ فبرورۍ ۲۴ مه۹) راپور ورکړ چې د دغه هیواد حکومت به د چترال، سوات، او کابل سیندونو د پراخې انکشافي ارزونې لپاره د امکان‌سنجۍ څېړنه وکړي، چې د افغانستان خاورې ته د چترال سین د اوبو تر داخلېدو مخکې د دې سین د مسیر اړول پکې شامل دي.

 

د پاکستان نېشن ورځپاڼه وايي چې یوې رسمي سرچینې ورته وویل، دا څېړنه د اوبو سرچینو وزارت تمویلوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه