له ایران او پاکستانه سلګونه افغان کورنۍ راستنې شَوې

0
175

ويب ډيسک

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په دوام، د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۱۱ نورو افغان کورنیو د راستنېدو خبر ورکړی دی.

 

یاد وزارت پرون (دوشنبې د حوت ۶مه) راپور ورکړی چې په دوی کې ۱۶ کورنۍ د سپین‌بولدک، ۴۱ د ابریشم او ۵۴ نورې د اسلام‌کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو دا هم ویلي چې له راستنو شویو سره د سرپرست حکومت لخوا مرسته شوې او د نورو مرستو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورپېژندل شوې دي.

 

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت د ۲۰۲۳ په اکتوبر خبرداری ورکړی و چې که د ۲۰۲۴ تر نوامبر پورې ټول «غیرقانوني» افغان کډوال له پاکستانه بهر نه‌شي، نو په جبري ډول به له دغه هېواده وایستل شي.

 

په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو ځورول او نیول‌کېدل په بېساري ډول زیات شوي، آن تر دې چې د اسنادو لرونکي افغانان هم د پولیسو لخوا نیول کېږي.

 

بلخوا ایراني چارواکو هم په یاد هېواد کې د ‘قانوني اسنادو د نه‌لرلو له امله’ د ۲۰۰ افغان کډوال د نیولو خبر ورکړی دی.

 

ایراني چارواکو هم بار بار خبرداری ورکړی چې حکومت به یې نور هلته هېڅ غیرقانوني کډوال ته د اوسېدو اجازه ورنه کړي.