دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

زعفران

لیک:ډاکټر لطيف یاد
[رنګ به مې ولې نه زیړیږي
په ما یې کړي په زعفرانو تعویذونه ]

زعفران چې ځینې پښتانه یې ګنګوهم بولي او علمي نوم یې ( Crocus sativus) دی اوپه اردو اوهندي ژبو یې کیسر بولي یو مشهور او لرغونی بوټی دی چې دغه بوټی له لسو نه تر دیرشو سانتي میترو پورې لوړیږي اودپیاز او هوږې په څیر غوټې لري .

زعفران په عمومي توګه بنفش ( Purple ) او ارغواني رنګه ګلان لري چې دګلانو تر مینځ یې درې و ړ ې وړې نازکې څانګې چې سوربخون او نا رنجي رنګ ته ورته وي راټوکیږي چې بیا دزعفرانو دکروندې بزګران له هر بو ټي نه همدغه درې نازکې اووړې څانګې راټولوي چې همدا بیادزعفرانوپه نامه یادیږي .

زعفران نن ورځ نه يوازې په ایران کې کرل کیږي بلکې په افغانستان ، پاکستان ، تر کیې، هندي کشمیر، اسپا نیی( ـسپین ) ، ایټالیې ( اټلي ) او مراکش کې هم کرل کیږي او د زعفرانو د( ۱۵۰ ) بوټو نه یو ګرام زعفران ترلاسه کیږي . دزعفرانو بوټي دیخې او سړې هوا په وړاندې مقاومت کولی شي .

دزعفرانو نه په طبي برخه کې دځینودواګانو په جوړولو کې هم ګټه اخلي چې په هغوناروغیوکې چې دزعفرانو نه ګټه اخیستله کیږي دډیپریشن یا خپګان ناروغي ، دپښتورګو او مثانو ناروغۍ او دمعدي او سرطانونو نا روغۍ دي . همداراز زعفران انتي اکسیدڼت خا صیت هم لري . د زعفرانو نه دخوړو په څیزونو په تېره بیا په وریجو او دخوږو شیانو په جوړولوکې هم ګټه اخیستله کیږي .

ددې لپاره چې زعفران ډیرګران بیه دي نوسوداګر غیر خالص یا نقلي زعفران هم بازارونو ته راوړي چې په اصلي بیه یې وپلوري .

نن ورځ دنړۍ په بازارونو کې داصلي زعفرانو یوه کیلو د۳۵۰۰ امریکا یي ډالرونه نیولې تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې بیه لري .

له نیکه مرغه نن ورځ دافغانستان بزګرانو هم ددغې بو ټې کرلو ته مخه کړې ده او په تیرکال کې افغا نستان زیاته اندازه زعفران تو لید کړي او د نړۍ بازارونو ته یې دخر څلاو لپاره وړاندې کړي دي .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه