یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهروسيه: ناټو د سړې جګړې موډل ته بېرته ستونه شوه

روسيه: ناټو د سړې جګړې موډل ته بېرته ستونه شوه

ویب ډیسک
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت معين الکساندر ګروشکو د اکتوبر پر ۲۳ مه نېټه په يوې ژوندې تلويزيوني خپرونې کې وويل، چې ناټو نن ورځ لاهم د سړې جګړې موډل کې پاته ده او خپل تمرکز يې تل، د تش په نامه ختيځي ګواښ پر مخنيوي کړی دی.

د کريملين وياند دميتري پيسکوف په همدې ورځ په خپلو خبرو کې وويل، چې ناټو د روسيې د مخنيوي په موخه ستراتېژي پلې کړې او د ناټو دغې کړنې د روسيې هغه پرېکړه چې له ناټو سره يې خبرې بندې کړې، سمه ثابته کړې ده.

ناټو د روانې مياشتې پر ۶ مې نېټې د دې سازمان په غړو هېوادونو کې اته روسي ډيپلوماتان شړلي او د روسي پلاوي د غړو شمېر يې له شلو څخه لسو ته راټيټ کړی دی. د ناټو د چارواکو په وينا، ياد اته روسي ډيپلوماتانو په پټه د جاسوسانو په توګه کار کاوه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د روانې مياشتې پر ۱۸ مې نېټې وويل، چې د نومبر له لومړې نېټې څخه به په ناټو کې د روسي پلاوي کارونه او په مسکو کې د ناټو د پوځي نمايندګۍ فعاليتونه بند شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه