د سوالګرۍ او ویزې سرغړونو له امله نږدې ۲۲ زره پاکستانیان له خلیجي هېوادونو ایستل شوي

0
66

د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د جولای تر ۱۳مې پورې شاوخوا ۲۱ زره او ۹۵۱ پاکستانیان له خلیجي هېوادونو څخه پاکستان ته ستانه کړل شوي دي.

د راپور له مخې، د دغو کسانو د ایستلو لاملونه بېلابېل وو چې په کې د ویزې او کډوالۍ د قوانینو سرغړونه، ناقانونه ننوتل یا پاتې کېدل، سوال کول، د نشه‌يي توکو اړوند قضیې، جعلي اسناد او نورې امنیتي سرغړونې شاملې دي.

په دې موده کې له سعودي عربستان څخه شاوخوا ۱۵ زره او ۵۰۰ پاکستانیان ایستل شوي چې تر ټولو لوړه شمېره جوړوي. له متحده عربي اماراتو څخه ۳۸۰۳، عمان څخه ۱۶۰۶، بحرین څخه ۵۲۱، قطر څخه ۴۲۹ او کویټ څخه ۹۷ پاکستانیان بېرته لېږل شوي دي.

راپور زیاتوي چې په ایستل شویو کسانو کې ۴۶۲۸ تښتېدلي یا له قانوني مسوولیت څخه د تېښتې په تور کسان، ۱۲۹۴ بندیان او ۹۶۸ تورلست شوي پاکستانیان هم شامل دي.

د معلوماتو له مخې، ۴۷۲ پاکستانیان د سوال کولو له امله هم له خلیجي هېوادونو ایستل شوي دي.

سعودي عربستان د هغو پاکستانیانو د ایستلو له پلوه هم تر ټولو مخکې و چې د کار یا اقامې له ځایه تښتېدلي وو؛ د راپور له مخې، دغه هېواد ۳۹۲۱ داسې پاکستانیان بېرته پاکستان ته لېږلي دي.