په پښین کې د سړک جوړونې پنځه کارګران وژل شوي

0
64

د بلوچستان د پښین ولسوالۍ د سرانان په سلیمانزي سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو په ډزو کې د سړک جوړونې پنځه کارګران وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د پولیسو په وینا، پېښه د دوشنبې په ورځ هغه مهال شوې چې کارګران د سړک پر جوړولو بوخت وو. نامعلومو وسله‌والو پرې ډزې وکړې چې له امله یې پنځه کارګران ووژل شول او یو بل سخت ټپي شو.

پولیس وايي، د وژل شویو کارګرانو مړي او ټپي کس روغتون ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په وینا، وژل شوي کارګران د پنجاب اوسېدونکي وو.

د پولیسو په خبره، وسله‌والو د سړک جوړونې پر ماشینونو هم ډزې کړې دي.

له پېښې وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د برید کوونکو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.