عاصم منیر تهران ته تللی، له ایراني وزیر سره یې لیدلي

0
68

د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په ملتیا د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (اېس اېس پي ار) په وینا، د سفر موخه د سیمې د سولې او ثبات په اړه د پاکستان د هڅو دوام او په منځني ختیځ کې د روان کړکېچ د حل لپاره د هڅو پرمخ وړل دي.

عاصم منیر او محسن نقوي په تهران کې د ایران د کورنیو چارو له وزیر اسکندر مؤمني سره هم لیدلي دي. د راپورونو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او د سولې او ثبات اړوند موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

پاکستان وايي چې د عاصم منیر د سفر په ترڅ کې به په منځني ختیځ کې د روانې شخړې د سوله‌ییز او دوامدار حل لپاره د هڅو په اړه هم خبرې وشي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا هم ویلي چې عاصم منیر د دوشنبې په ورځ تهران ته رسېدلی او د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مؤمني یې هرکلی کړی دی.

د پاکستان د چارواکو په وینا، دا سفر د سیمې د روان وضعیت په اړه د پاکستان د دیپلوماتیکو هڅو په لړ کې ترسره کېږي. تر اوسه د دغو لیدنو د پایلو او د کومې نوې هوکړې په اړه رسمي جزئیات نه دي اعلان شوي.