ويب ډیسک
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ویلي، د افغانستان اقتصادي سوکالۍ ته د نړۍ والې ټولنې ناغېړي کولی شي، بحران رامنځته کړي او بشري ناورین رامنځته کړي.
پیټر مور چې متحده عربي اماراتو ته سفر کړی، ویلي، د بشري مرستو هدف په افغانستان کې له لوږې او بشري بحران سره مبارزه ده او دا د افغانستان د حکومت او اقتصاد د جوړښت بدیل نه شي کېدای.
د سره صلیب دغه لوړ پوړي چارواکي ویلي چې اوس مهال افغانستان له ۷۰ تر ۸۰ سلنه عایدات له لاسه ورکړي او د نړۍ یوازینی هېواد دی چې د خلکو ژوند یې په بهرنیو مرستو پورې تړلی دی.
پیټر مور ویلي، د افغانستان له وضعیت څخه د هېوادونو سیاسي نارضایتي باید د هېواد د سیاسي او اقتصادي سقوط لامل نه شي.


