دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

بګت سنګ

ويب ډیسک

بګت سنګ په ۱۹۰۸ میلادي کې، د لال پور ولسوالي بنګه کې زېږیدلې و. دی سوسیالست انقلابي و.

په هندوستان کې د بې طبقاتي ټولنې هیله مند و. په وړکتوب کې د هندوستان حالاتو ډېر اغېزمن کړی و. په ۱۹۲۱ میلادي کال کې له ښونځي څخه فارغ شو او نشنل کالج کې یې زده کړي پیل کړل. د عدم تشدد په رهبرانو کې، چې کومې خبرې وي، هغه په بګت سنګ کې نه وې. هغه ډېر خشک طبیعیت درلوده، د چندر شیکر آزاد په څېر محتاط نه و.

که یې په خبرو څوک خفه کیده، نو په ډېر اخلاص سره به یې بخښنه وغوښته. مینه یې په طبیعت کې وه. خپل ملګري، چې به یې په مصیبت او تکلیف کې ولیدل، نو ډېر زیات به خفه شو. په ظاهر او باطن کې ډېر نیک شخص و. که یو کس یو ځل هم ورسره لیدل، نو مینه به یې پرې راغله.

بګت سنګ په مطالعې مین شخص و. په زندان کې یې زیاتره وخت د سوسیالیستي کتابونو په لوستلو تېروله، که داسې ووایو مبالغه به وي، چې هغه د مارکس پیروی و، خو په خپله مطالعه، بحثونو او په ځانګړې توګه له بهرني حالاتو، د بېلګې په توګه په شولا پور کې د کرفیو پېښه، د پېښور پېښه، د ګړوالي عسکرو او د هغوی د رهبر چندر سنګ میړانې او له وطن سره د مینې پیښې، څخه دې پایلې ته رسیدلی وو: «وسلوال پاڅون به هله بریالی وي، چې د ولسي پاڅون برخه وي او بشپړ له ولسي خوځښت سره مله وي.»

په ۱۹۲۷ میلادي کې ونیول شو او د لاهور زندان ته واستول شو. له زندان څخه آزاد شو او د انقلابیونو له یوې ډلي سره یو ځای شو. لاریونونه یې وکړل، په یو لاریون کې د دوی مشر لالا لاجپت رائ ووېشتل شو. بګت سنګ او ملګري شیوا رام راج ګرو پریکړه وکړه، چې ښاغلی ساندرس به وژني، نو له پلان سره یې ووېشته. بګت سنګ او ملګري یې کلکتې ته وتښتېدل. له څو مودې وروسته یې د ډهیلې په یو کانفرانس کې بم وغورځوه. دی او ملګری یې ونیول شول. محکمې پرې د ټول ژوند قید حکم صادر کړو.

په زندان کې ده او ملګري یې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب وکړ، چې دغه اعتصاب تر ۶۵ ورځو وغځیده، له دې سره د نړۍ په ټولو ورځپاڼو کې د بګت سنګ او د ملګرو خبرې کیدل، کله چې د دوی یو ملګری د ډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب کې خپله ساه ورکړه، نو هیوادوال هم له دوی سره یو ځای شول.

خو ظالم حکومت ځښته زیات ظلم پرې وکړ. نور د ټول ژوند په قید محکوم شول، خو بګت سنګ، سک دیو او شیوا رام راج ګرو یې په دار محکوم کړل. بګت سنګ د هیوادوالو په زړونو کې ځانته ځای خپل کړ. په هر ځای کې، چې به لاریون کیده نو د بګت سنګ زنده باد شعار به ورکول کیده، د انقلاب زنده باد شعار تر ټولو مخکې بګت سنګ بدرګه کړی وه او اوس دغه شعار په هر ځای کې د بندی ماترم ځای نیولی و. د بګت سنګ نوم د هر یو وګړي پر خوله و. هر یو ځوان به یې انځورونه ګرځول.

خلکو اوس هم هیله درلوده، چې بګت سنګ او ملګري به یې وژغورل شي. ټولو فکر کاوه د کانګریس او حکومت ترمنځ، چې کوم تړونونه ترسره کیږي، نو په هغه کې به یو شرط دا هم وي، چې دا میړني کسان دې آزاد کړل شي یا لږ تر لږه دې د مرګ سزا په ټول عمر زندان واړول شي.

دا هیله غلط ثابت شوه، بګت سنګ او ملګري یې د تشدد جنایت کاران ول، ځکه خو کانګریس نشو کولای، چې دا شرط په خپلو خبرو کې ورزیاته کړي.

د ۱۹۳۱میلادي په اپریل کې، چې د کانګریس یوه جلسه روانه وه، بګت سنګ او ملګري یې په دار کړل شول. دا وخت بګت سنګ ۲۴ کلن و. د خلکو په غایب کې یې جسدونه ورته برخې، برخې کړل او دریاب ته یې واچول. ملګری بګت سنګ و، چې هند ته یې د آزادي لار هواره کړه. (انقلاب زنده باد! یې ستر شعار و)

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه