دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو۲۷ لوړو حکومتي چوکيو ته نوي کسان ټاکلي

طالبانو۲۷ لوړو حکومتي چوکيو ته نوي کسان ټاکلي

۲۷ لوړو حکومتي پوسټونو ته نوي کسان ټاکل شوي

د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخند د یو تازه فرمان له مخې په یو شمېر لوړو حکومتي پوسټونو کې تازه ګومارنې شوې دي.
د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا رسېدلې خبرپاڼه کې یادې تازه ګومارنې په لاندې ډول دي:
۱- محترم مولوي صاحب شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه
۲- محترم حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه
۳- محترم ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه
۴- محترم مولوي صاحب شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
۵- محترم مولوي صاحب عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه
۶- محترم مولوي صاحب حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه
۷- محترم شيخ صاحب عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه
۸- محترم مولوي صاحب قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه
۹- محترم مولوي صاحب عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه
۱۰- محترم مولوي صاحب محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه
۱۱- محترم ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه
۱۲- محترم مولوي صاحب کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه
۱۳- محترم مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه
۱۴- محترم مولوي صاحب ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه
۱۵- محترم شيخ صاحب مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه
۱۶- محترم مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال په توګه
۱۷- محترم مولوي صاحب عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه
۱۸- مولوي صاحب عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه
۱۹- حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه
۲۰- محترم مولوي صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین په توګه
۲۱- محترم مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه
۲۲- محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه
۲۳- محترم مولوي صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه
۲۴- محترم مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه
۲۵- محترم مولوي صاحب عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه
۲۶- حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه
۲۷- محترم مولوي صاحب عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه