د بلوچستان په اوتهل کې د دوو مسافر وړونکو موټرو ټکر؛ ۱۲ کسان وژل شوي

0
52
mockups-design.com

د بلوچستان د لسبېلې ولسوالۍ په اوتهل ښار ته نږدې د دوو مسافر وړونکو موټرو د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او تر ۲۵ ډېر نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، پېښه د جمعې په ورځ د آر سي ډي ملي لویې لارې پر واته پله، له اوتهل ښار څخه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لرې شوې ده.

پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې له کراچۍ څخه بېلې ته روان یو کوچ له کراچۍ پر لور له روان مسافر وړونکي موټر سره مخامخ ټکر کړی دی.

د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او مړي او ټپیان یې د اوتهل مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.

چارواکو په روغتون کې بېړنی حالت اعلان کړی او روغتیايي کارکوونکو ته یې د ټپیانو د درملنې لپاره د چمتووالي سپارښتنه کړې ده. د روغتون د سرچینو په وینا، د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او ښايي د مړو شمېر لوړ شي.

پولیسو دواړه موټر نیولي او د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي.