افغانستان زېمبابوې ته په ماتې ورکولو د درې هېوادونو یو ورځنۍ لوبلړۍ وګټله

0
54

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې د زېمبابوې لوبډلې ته په ماتې ورکولو د درې هېوادونو د یو ورځنیو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د پایلوبې پچه زېمبابوې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

افغانستان ټاکلی هدف په ۳۵م اور کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سیالي یې وګټله.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې راشد خان درې، فضل‌الحق فاروقي، بلال سمیع او محمد نبي دوه دوه لوبغاړي وسوځول، په داسې حال کې چې عظمت الله عمرزي یوه وېکټ واخیسته.

د توپ وهنې په برخه کې ابراهیم ځدراڼ ۷۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. رحمت شاه ۴۳ او رحمان الله ګوربز ۳۶ منډې ورزیاتې کړې. د زېمبابوې لپاره سکندر رضا او رایان برل هر یوه ۳۱ منډې جوړې کړې.

په دې درې هېوادیزه لوبلړۍ کې بنګله‌دېش هم برخه لرله، خو له افغانستان او زېمبابوې څخه تر ماتو وروسته له سیالیو بهر شو.

افغانستان په دې لوبلړۍ کې تر دې وړاندې هم زېمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه او بنګله‌دېش یې په اوو وېکټو مات کړی و.