د بلوچستان د کیچ ولسوالۍ په دښت، چیري کنچتي سیمه کې پر کرنیزو ځمکو د یوه ادعا شوي ډرون برید له امله یو کروندګر وژل شوی او شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې یو شمېر مزدوران په کرنیزو ځمکو کې پر کار بوخت وو.
سرچینو د وژل شوي کس نوم حفیظ خان ښودلی او ویلي یې دي چې نوموړی د کوټې د کچلاک سیمې اوسېدونکی و. د ټپیانو نومونه حکیم، عزت، ګل عالم، احسان الله، محمد عالم او رحمت الله ښودل شوي دي. د سرچینو په خبره، ټول وژل شوي او ټپیان پښتانه او د کچلاک اوسېدونکي دي.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته، د وژل شوي کس جسد او ټپیان د قانوني چارو او درملنې لپاره د تربت ښوونیز روغتون ته لېږدول شوي دي.
تر اوسه د برید د څرنګوالي، د احتمالي عاملینو او موخې په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي، او چارواکو هم په دې تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړې.


