د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د کورنیو لپاره خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو ته د لاسرسي پر ارزښت ټینګار کړی دی.
اوچا د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۱مې کلیزې په مناسبت، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر پر ۲۴مه ویلي، چې دغه دفتر له خپلو بشري مرستندویو ملګرو سره په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له کورنیو سره مرستې کوي.
د دغه دفتر په وینا، د مرستو موخه له کورنیو سره د کړکېچونو پر وړاندې د مبارزې او د ژوند د شرایطو د ښه کولو په برخه کې مرسته ده.
اوچا ټینګار کړی، چې خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او بشري مرستو ته لاسرسی کولای شي له کورنیو سره د ستونزو په زغملو کې مرسته وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې روان اقتصادي او بشري کړکېچونه، له بهرنیو هېوادونو څخه د کډوالو پراخ راستنېدل او د اقلیمي بدلونونو اغېزې په افغانستان کې د میلیونونو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.


