په کندوز کې د ۲۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د سرو زرو د راایستلو پروژه پیل شوه

0
51

د افغانستان په کندوز ولایت کې د سرو زرو د راایستلو یوه پروژه پیل شوې چې د تړون له مخې به یې په پلي کولو ۲۲ میلیونه ډالر پانګونه وشي.

دغه پروژه د کندوز ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ په سرخ بتل او تخت قباض سیمو کې پلې کېږي او د تړون موده یې پنځه کاله ټاکل شوې ده. د پروژې د راایستنې سیمه شپږ کیلومتره پراخوالی لري.

د کندوز د مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب ویلي، د طبیعي زېرمو راایستل باید په مسوولانه توګه ترسره شي. د هغه په وینا، تمه ده چې دغه پروژه د سیمې خلکو ته د کار زمینه برابره او د سیمې له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي.

د تړون کوونکې شرکت استازي عبدالخلیل نظري ویلي، د پروژې د شاوخوا سیمو د ټولنیزې ودې لپاره ۵۰۰ زره ډالر هم ځانګړي شوي دي، چې د سړکونو جوړول او نورې پراختیايي چارې به پرې ترسره شي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې شرکت به د تړون شرایط عملي کړي او سلګونو سیمه‌ییزو اوسېدونکو ته به د کار زمینه برابره کړي.

بلخوا، د سیمې اوسېدونکي امیرمحمد ایماق هیله څرګنده کړې چې دغه پروژه به ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي او د سړکونو او نورو عامه خدمتونو په پراختیا کې به ونډه ولري.