د چین د شانډونګ ولایت له لینیي ښار څخه د افغانستان د شمال هراتان بندر پر لور لومړنی مستقیم سوداګریز اورګاډی روان شوی، چې شاوخوا د ۸ میلیونه چینایي یوانو په ارزښت سوداګریز توکي لېږدوي.
د چین د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې، دغه اورګاډی د اکتوبر پر ۲۱مه روان شوی او تمه ده چې په ۲۰ ورځو کې افغانستان ته ورسېږي.
په دې اورګاډي کې ټوکران، کیمیاوي خام توکي، بېلابېل وسایل او د ودانیزو چارو ماشینونه لېږدول کېږي. اورګاډی به د منځنۍ اسیا له لارې د خورګوس پولې څخه تېر شي او افغانستان ته به ورسېږي.
تر دې وړاندې له یاد چینایي ولایت څخه افغانستان ته سوداګریز توکي تر ډېره د سړک یا د اورګاډي او سړک د ګډې لارې لېږدول کېدل، چې لګښتونه یې لوړ او د لېږد موده یې نامعلومه وه.
د دې مستقیمې اورګاډي لارې په فعالېدو سره افغانستان ته د توکو د لېږد لپاره یوه بله اسانتیا رامنځته کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره هم ګټوره بلل کېږي.
دا لومړی ځل دی چې د چین د شانډونګ ولایت څخه د افغانستان هراتان بندر ته ځانګړی سوداګریز اورګاډی په مستقیمه لاره روان شوی دی.


