ویب ډیسک
د فرانسې جمهوري ماڼۍ د سپتمبر په ۲۲مه نېټه د يوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ويلي چې د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون د امريکا له ولسمشر جوبايډن سره د دوه اړخيزو اړيکو په هکله تليفوني خبرې کړي او ماکرون پرېکړه کړې چې له امريکا څخه راغوښتل شوی فرانسوي سفير به راتلونکې اوونۍ بېرته امريکا ته ستون شي.
په دې اعلامیه کې راغلي چې د دواړو هېوادونو مشرانو د ولسمشر جوبايډن په غوښتنې تليفوني خبرې کړې دي. دوی ويلي، که د فرانسې او اروپايي ملګرو هېوادونو د ستراتيژيکو ګټو په هکله يو له بل سره سلا مشورې وکړي، نو د اوسني سخت حالت مخنيوی کولی شي.
د دواړو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې چې يو له بل سره په ژورې او هر اړخیزې سلا مشورې وکړي او د اکتوبر په پای کې به سره وويني.


