یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍایران وايي له امریکا سره د خبرو اترو هیڅ ډول پلان نه...

ایران وايي له امریکا سره د خبرو اترو هیڅ ډول پلان نه لري

ویب ډیسک

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، ویلي چې دا مهال ایران له امریکا سره د خبرو اترو هیڅ ډول پلان نه لري. دا څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې د ایران او دریو اروپایي هېوادونو تر منځ د خبرو اترو نوی پړاو د جمعې په ورځ په استانبول کې پیلېږي، دا غونډه به د مرستیال وزیرانو په کچه ترسره شي.

 

بقایي د چهارشنبې په ورځ په خپله وینا کې تېرو مذاکراتو ته “تريخ تجربې” وویل او له هغې د تکرار د مخنیوي خبرداری ورکړ، نوموړي زیاته کړه چې تهران د ایران د خلکو ګټې او حقوقو ته لومړیتوب ورکوي.

 

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي وو چې د دوی حکومت له پخوا څخه په ډېر ځواک سره د خپلو حقوقو دفاع کوي. هغه ټینګار کړی و چې ایران له “قوي دریځه” سره دا خبرو اترو ته حاضرېږي.

 

د عراقچي په وینا، له امریکا سره د غیر مستقیمو خبرو بیا پیل لپاره د ایران اساسي شرط د بندیزونو لېرې کول او د ایران د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ د حق درناوی دی.

 

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي، یعقوب رضا زاده، د عراقچي له خولې ویلي چې د ایران او اروپایي درې‌ګونو هېوادونو (فرانسه، جرمني، بریتانیا) تر منځ به د جمعې په ورځ په استانبول کې د مرستیال وزیرانو په کچه خبرې اترې وشي. دا خبر د ایران رسمي خبري آژانس “ارنا” ورکړی.

 

د ملګرو ملتونو بندیزونو بیا پلي کېدل

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې فرانسه، بریتانیا، جرمني، او د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو تېر پنجشنبه د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ته خبرداری ورکړی چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په برخه کې کومه معنا لرونکې پرمختګ ونه کړي، نو د ملګرو ملتونو ټول بندیزونه به بیا پلي شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه