یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان له پاکستان سره د ترجیحي سوداګرۍ دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.

افغانستان له پاکستان سره د ترجیحي سوداګرۍ دوه اړخیز تړون لاسلیک کړ.

ویب ډیسک

اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، له دغه هېواد سره یې د ترجیحي سوداګرۍ دوه اړخیز تړون لاسلیک کړی دی.

دا هوکړه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو د مرستیالانو تر منځ لاسلیک شوې ده.

د هوکړې له مخې به د افغانستان پر انګورو، آنارو، مڼو او رومیانو او د پاکستان پر آم، کینو، کېله او آلوګانو مخکېنۍ ۶۰ سلنه تعرفه، ۲۷ سلنې ته راښکته شي.

که څه هم دا تړون به د افغانستان د یادو اقلامو لپاره پاکستان کې بازار پیدا کړي، خو د رسېدو پر وخت یې پاکستان د تل په څېر تورخم او نور سوداګریز بندرونه په نه خبره تړي.

د افغانستان خبرپاڼې ویلي، چې دا تړون د یوه کال لپاره دی، چې د راتلونکې اګسټ میاشتې له پیله د عملي کېدو وړ دی او هر کال تمدید او توکي پکې زیاتېدای شي.

بل خوا ټاکل شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي هم د اګسټ میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مسایلو پر سر د خبرو لپاره اسلام آباد ته ولاړ شي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه