ويب ډیسک
د پښتونخوا نیشنل عوامی پارټۍ مشر خوشحال خان کاکړ وویل، هغو کسانو چې د اسلام په مقدس نوم سیاست کوي، هغوی په پښتونخوا وطن کې د علم او تعلیم دښمني وکړه، د مساواتو سخت مخالفت یې وکړ او د پرمختګ ضد یې دریځ غوره کړ، چې له امله یې ټول وطن او ولس له پرمختګ، خوشحالۍ او د امن ژوند کولو له حقیقي لارې لرې کړل.
هغه وویل چې د استعماري قوم پر ضد د روانې مبارزې هڅه یې له مقدس دین اسلام سره وتړله، او د اسلام په نوم یې د پښتون قوم د ملي ایالت ، ملي واک او وسایلو د کنټرول لپاره حقیقي مبارزه کمزورې کړه.
هغه زیاته کړه، اوس دوی پخپله د “مائنز اینډ منرل” په نوم قانون له اسمبلۍ نه پاس کړ، چې له مخې یې د پښتون، بلوچ اقوامو او صوبې ټول ولسي معدني وسایل مرکز ته وسپارل، او بیا عدالتونو ته مراجعه کوي چې ولس وغولوي، دا کار د افسوس، غندنې او نیوکې وړ دی.
هغه دا څرګندونې د ضلع زیارت د ورچوم په سیمه کې د عوامي جرګې پر مهال وکړې، چې پکې د ګوند نورو مشرانو نصرالله خان زہری، الله نور خان، وهاب خان دمړ، ظاهر خان لالا، مصور خان ایډووکیټ، ناظم مهرداد او ګلاب خان هم ویناوې وکړې.
له دې وړاندې، د ویچوم سیمهایز یونټ کارکوونکو د ګوند مشر او نورو مشرانو تود هرکلی وکړ.
خوشحال خان کاکړ وویل، د الاټمنټ اوسني قوانین د صوبې اقوامو او ولس ته د منلو وړ نه دي، او نه به دا ومنل شي چې د کوم غیر پښتون یا هغه پښتون په نوم الاټمنټ وشي چې هغه ځمکه د ده پدري ملکیت نه وي.
هغه وویل، زموږ په وطن کې ټولې ځمکې او غرونه د قبایلي رواجونو له مخې وېشل شوي دي، نو نه به د کوم سرکاري دفتر او نه هم د کوم چوپړګر پښتون په نوم قبضهګري ومنل شي.
هغه وویل، موږ غواړو ټولو ګوندونو لکه پشتونخوا نیشنل عوامی پارټۍ، جمعیت علما اسلام، پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ، عوامي نیشنل پارټۍ، نیشنل ډیموکریټک موومنټ، پښتون تحفظ موومنټ، قومي وطن پارټۍ او نورو ته دا په ډاګه کړو چې له هر ډول اختلافاتو او مفادو پورته د یو ملي ایجنډا او ګډ محاذ له مخې ګډه مبارزه د وخت مهم ضرورت دی.
هغه وویل، پښتانه باید د دې سختو حالاتو درک وکړي، ځکه د دې سختو ستونزو نه یوازې یوه ګوند نه شي خلاصولی.
هغه وویل، هغه کسان چې له دې سیمو نه یې مسلسل نمایندګي کړې، هغوی ولس د پرمختګ پر لور نه، بلکې لا پسې وروسته پاتې کړ، او ولس یې د غربت، فقر، بېوسۍ او مسافرۍ ژوند ته اړ کړی. هغوی د اسلام په نوم د بالادسته قوم استحصالي موخو لپاره خپل قوم د خپلو ګټو پر ضد استعمال کړ.
هغه زیاته کړه، پښتانه باشعوره ولس، سیاسي کارکوونکي او مدني ټولنه باید د یو ملي ګډ محاذ د جوړېدو لپاره خپل غږ پورته کړي، بېځایه تورونو او مخالفتونو ته شا کړي، او د ملي یووالي، اتحاد او ګډې مبارزې لپاره خپل رول ولوبوي.
په پای کې یې وویل، د ګوند کاندیدان او کارکوونکي باید خپلې علمي او تنظیمي وړتیاوې زیاتې کړي، د نظم و ضبط تر څنګ د مطالعې پر لور توجه وکړي، د مدبر سیاسي کارکوونکو په توګه د ولس منځ ته ولاړ شي، او د ګوند پیغام تر هر کوره ورسوي.
بلاوجې مخالفت، منفي رویې، او په سوشیل میډیا کې د بدتمیزۍ طوفان نه باید ځان وساتي.


