ویب ډیسک
امارات اسلامي (د افغان طالبانو حکومت) لخوا د ځايي انجنيرانو له خوا جوړی شوی بس نندارې ته وړاندې شوه.
يوه ورځ وړاندې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په ټولنيزې شبکې “ايکس” کې د دې بس انځورونه خپاره کړل او ويې ويل چې دا بسونه د افغانستان ځايي انجنيرانو جوړ کړي دي.
هغه زياته کړه چې دی پخپله هم په دې بس کې سفر کړی او دا سفر ډېر آرامه و. ذبيح الله مجاهد وويل چې څو ورځې وړاندې چې کله د ملي بس د جوړېدو اعلان وشو، ډېر خلکو دا تبليغات او دروغ وبلل او ډېر تبصرې يې وکړې.
د افغان رسنيو د راپور له مخې، د دې بس پرانېسته د اقتصادي چارو لپاره د صدراعظم مرستيال عبدالغني برادر او مولوي عبدالسلام حنفي وکړه. دا مراسم په صنعتي کمپلکس کې ترسره شول.
د افغان حکومت په وينا، په دغه کمپلکس کې ۱۰۵ ډوله کرنيز ماشينونه، وسايل، د وړو صنايعو پرزې، د ترانسپورت وسايط او نور توکي توليديږي.


