سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍیونان وايي: ترکیي سره په پوله مو۱۶۵ کډوال ژغورلي

یونان وايي: ترکیي سره په پوله مو۱۶۵ کډوال ژغورلي

ويب ډیسک

د یونان ادارو د ترکیې پولې سره نیږدې یوې جزیره کې د ایسارو شویو ۱۴۵ کډوالو له ژغورنې خبر ورکړی دی. اتن ډېر کله انقره تورنوي، چې د یونان پر لور د کډوالو د ورتلو مخه نه نیسي.

د یونان خبري اژانس «ای این ای» د پنجشنبې په ورځ د سره صلیب په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ژغورل شویو کډوالو روغتیايي حالت ښه دی.

د دغه رپوټ په حواله، په ژغورل شویو کډوالو کې ۴۵ مېرمنې او ۳۰ ماشومان هم شامل دي؛ خو تر اوسه نه ده معلومه شوې، چې ژغورل شوي کډوال د کوم هيواد اوسېدونکي دي.

د یونان پولیسو ویلي دي چې دغو کډوالو د قاچاچیانو په همکارۍ له ترکیې حرکت کړی و، چې وروسته د ماریتسا د اوبو په یوې جزیرې کې پرېښودل شوي. دغه سیند د یونان او ترکیې تر منځ پوله جوړوي.

د یونان د پوله ساتو ځواکونو مشر پانایوتیس هارلاس د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «دا لومړی ځل نه دی چې کډوال د قاچاقبرو له لوري یونان ته لېږدول کېږي.»

تېرو کلونو کې زرګونه کډوال د ځمکې او سمندر له لارې له ترکیې یونان ته تللي. دا کډوال تر ډېره د افغانستان، پاکستان او سوریې اوسېدونکي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه