سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان د لوړو زدکړو کمیسون :د هندوانو د کلتوري رسم هولي...

پاکستان د لوړو زدکړو کمیسون :د هندوانو د کلتوري رسم هولي پر لمانځلو بندیز اعلان کړی

ويب ډیسک

د پاکستان د لوړو زدکړو کمیشن (ایچ اي سي) څو ورځې مخکې د ملک په مرکزي پوهنتون «قایداعظم یونیورسټۍ اسلام اباد» کې د هندوانو د کلتوري رسم هولي پر لمانځلو بندیز اعلان کړی وو خو پرون یې دا پرېکړه بیرته اخیستې ده.

د ایچ اي سي مشرې ښایسته سهېل په خط کې ویلي وو چې اداره یې د خپل ملک له نظریاتي بنیاد سره سم خپلو کلتوري او روایتي ارزښتونو ته وده ورکوي خو وایي په تېرو ورځو کې په پوهنتون کې د هولي لمانځل د پاکستان له ټولنیز، کلتوري او اسلامي پېژندنې سره برابر نه دي.

خو د جون پر 22مه یې په یو بل خط کې له خپل تېر لیکه لاس اخیستی ځکه چې وایي ناسمه معنا ترې اخیستل شوې وه او ویلي یې دي چې ایچ اي سي “په هیواد کې د ټولو مذهبونو، عقیدو او له هغو سره تړلو جشنونو ته درناوی لري”.

د اعلی تعلیم کمیشن پر هولي د بندیز پرېکړه وروسته له هغه واخیسته چې خبریالانو، سیاسي مشرانو او د حقونو د فعالانو پر ټولنیزو رسنیو نیوکې پرې وکړې او دا کار یې د بیان پر ازادۍ او کلتوري رنګارنګۍ بندیز وباله.

هولي د رنګونو، مینې او پسرلي د جشن په نوم هم پیژندل کېږي، چې د هندوانو یو کلتوري رسم دی او لمانځونکي یې د خوښۍ لپاره پر یو بل رنګونه پاشي.

د پاکستان په پوهنتونونو کې هندو زده کوونکي هلکان او نجونه د دې هېواد د نورو قومونو د کلتوري ورځو او مراسمو غوندې هر کال د هولي رسم لمانځي چې ځایي طالبعلمان یې هم ورسره بدرګه کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه