سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه‏شپږ کلن افغان ماشوم چې له مور او پلار پرته امريکا ته...

‏شپږ کلن افغان ماشوم چې له مور او پلار پرته امريکا ته انتقال شوی ؤ، د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

ويب ډیسک

‏شپږ کلن افغان ماشوم چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې پر وخت له مور او پلار پرته امريکا متحده ایالاتو ته انتقال شوی ؤ، د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

د امریکایي رسنیو په وینا، دا ماشوم چې د دولت تر سرپرستۍ لاندې پالل کېده، په یوه ناعلاجه ناروغۍ اخته ؤ، چې بېلابېلو ځایونو کې یې درملنه شوې، خو بالاخره د جون په ۱۳مه نېټه مړ شوی دی.

یوه امریکایي چارواکي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دا په روان کال کې د درېیم داسې افغان ماشوم مړینه ده چې بې له سرپرسته او کورنۍ د تخلیې په پروسه کې امريکا ته انتقال شوي ؤ.

د امريکا د روغتیا او بشري چارو ادارې د دې ماشوم مړینه تائید کړې او کورنۍ سره یې خواخوږي ښودلې ده.
ویل کېږي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د تخلیې په بهیر کې ډېر شمېر افغان ماشومان له خپلو کورنیو پرته بهرنيو هېوادونو او په ځانګړي ډول امريکا ته انتقال شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه