دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان زمبابوې ته د ۱۰۹ منډو په توپير سره ماتې ورکړه

افغانستان زمبابوې ته د ۱۰۹ منډو په توپير سره ماتې ورکړه

ويب ډیسک

د افغان کرکټ ۱۹ کلنو لوبډلې په نړیوال جام سیالیو کې زمبابوې ته د ۱۰۹ منډو په توپير سره ماتې ورکړه.
افغان ۱۹ کلنو لوبډلې په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۶۱ منډې جوړې کړې.

لوبډلمشر سلیمان صافي سلیزه ووهله او ۱۱۱ منډې یې جوړې کړې. دغه راز ننګیالي خروټي هم ۵۰ منډې وکړې.

خو د زمبابوې لوبډله په ۱۵۲ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ۱۰۹ منډو په توپیر سره وګټله.
افغان توپ اچوونکی ننګیالی خروټي څلور لوبغاړي وسوځول.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه