دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان پلاوي له ناروې څخه ليدنه پيل کړه

افغان پلاوي له ناروې څخه ليدنه پيل کړه

ويب ډیسک

د افغانستان د لنډمهالي ‌حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د جنورۍ پر ۲۲مه نېټه د ناروې پلازمېنې اسلو ته رسېدلی او له دغه هېواد څخه به ليدنه وکړي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت د مخکنۍ يوې اعلاميې له مخې، د افغانستان د لنډمهالي حکومت پلاوی به د ناروې په بلنه د جنورۍ له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۵مې نېټې پورې له دغه هېواد څخه ليدنه وکړي. ياد پلاوی به د ليدنې په ترڅ کې د ناروې حکومت او د ناروې د څو ملګرو هېوادونو له استازو سره خبرې اترې وکړي. د دې تر څنګ، دغه پلاوی به د مختلفو برخو له افغانانو سره د بشري مرستو، سیاست او اقتصاد په اړه خبرې اترې وکړي. په دې اعلاميه کې د شاملو ملګرو هېوادونو لېست نه دی ياد شوی.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې لنډمهاله حکومت به د دې ليدنې له لارې له اروپايي هېوادونو سره ډيالوګ، خبرې اترې او تفاهم پيل کړي او له امريکايي استازو سره به د ګنګل شويو افغان پانګو د ازادولو په اړه بحث وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه