ويب ډیسک
د تفصیلاتو له مخې، د کوټې کراچۍ لویه لار منګچار کې د بدرنګ سیمه ډویژنال کمپلیکس سره نږدې د کوچ او ټیوټا موټر ترمنځ ټکر شوی. په ټیوټا موټر کې پنځه کسان ځای پر ځای مړه شوي.
د لیویز سرچینو په وینا نن د منګچړ د بدرنګ سیمې ډویژن کمپلیکس سره یو کوچ او موټر ټکر کړی چې په پایله کې یې سید فرید الله ولد سید عبدالواسع قوم سید سکنه حرمزی پشین او دوه ښځې او دوه ماشومان د هغه سره په ځای مړ شوی – کوچ ډرایور د ځای څخه تښتیدلی – ادارې جسدونه نږدې روغتون ته انتقال کړي.


