مرستندویه ادارې وايي، د افغانستان سره د مرستو بهیر له سست رفتار سره مخ شوی دی.

0
137

ويب ډیسک

د افغانستان له خلکو سره د مرستو بهیر ګړندي کولو لپاره د نړۍوالو مشورو په تعقیب، یو شمېر مرستندویه ادارې وايي، د مرستو بهیر له سست رفتار سره مخ شوی دی.

 

مرستندویه موسسې وايي، د ژمي په را نږدې کېدو او لارې سختېږي، د افغانستان لرې پرتو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر له جدي ننګونې سره مخ دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسیف د جمعې په ورځ ټویټ کې ویلي چې د ساړه ژمي او ستونزو سره سره، د تسکین ټیمونه کار ته دوام ورکوي.