ويب ډیسک
افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي، احتمال لري د افغانستان د کنګل شویو پیسو یوه برخه د سپتمبر د ۱۱مې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.
له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ښاغلي ویسټ ویلي، د امریکا حکومت غواړي ژر تر ژره ځینې پیسې خوشې کړي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت ته به پیسې نه رسیږي. ویسټ زیاته کړه چې د افغانستان پیسې د امریکا له لوري نه بلکې بانکونو له لوري کنګل شوې، د افغاني اسعارو ذخایرو ته په اشاره ویل کیږي چې د امریکا له لوري کنګل شوي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازې هم په دې خبرو کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو یادونه وکړه. هغه زیاته کړه، که اسلامي امارت د روان کال په مارچ میاشت کې د نجونو ښوونځيو ته د پرانیستلو اجازه ورکړي، امریکا او نړۍواله ټولنه هوډ لري چې د ټولو افغان ښوونځيو ښوونکو معاشونه ورکړي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د نجونو لپاره تر شپږم ټولګي لوړ ښوونځي بند شول او عامه پوهنتونونه هم د نجونو او هلک زده کوونکو پرمخ بند پاتې شول.
توماس ویسټ زیاته کړې چې د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره هیڅ وخت نشته او له کابل سره د اړیکو عادي کول د دوی په اجراتو پورې اړه لري. د ښځو زده کړه یو له هغو مسایلو څخه ده چې امریکا او نړۍ واله ټولنه یې څارنه کوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کوي.
د هغه په وینا، د بشري حقونو مراعت، د ښځو تحریري او د ښځو زده کړه هغه مخکیني شرطونه دي چې د امریکا له لوري ایښودل شوي دي.


