د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جیسیندا آرډرن د نويو کورونا محدودیتونو له امله خپل واده لغوه کړ.

0
148

ويب ډیسک

د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې جیسیندا آرډرن په دغه هېواد کې د نويو کورونا محدودیتونو له امله خپل واده لغوه کړ.

نیوزیلنډ ۹ د نوې کروناویروس «اومیکرون» قضیو کشف کولو وروسته په دې برخه کې خپل لوړ محدودیتونه عملي کړي دي.

میرمن ارډرن د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د راډیو او تلویزیون کوربه کلارک ګفورډ سره د هغې واده نه ترسره کیږي.

په دغه هېواد کې تر نن پورې د کروناویروس۱۵ زره ۱۰۴ قضیې پېژندل شوي او ۵۲ تنه مړه شوي دي.