ويب ډیسک
د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د دغه هېواد د پارلمان په یوه ناسته کې له افغان چارواکو سره د تعامل د اړتیا په تړاو خبرې کړي.
نوموړي ويلي؛ زه له ا.ا سره په تعامل کې یم، ځکه هغوی د افغانستان اوسني چارواکي دي. نوموړي زیاته کړې، چې د کابل له سقوط او د نظام له بدلون وروسته، له طالبانو سره د تعامل نه کولو په اړه په برېتانیا کې له شته لیدلوري سره مخالف وم.
افغان چارواکو هم د برېتانیا د لومړي وزیر د دغه دریځ هرکلی کړی دی.


