دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهماحولیاتي تنقید اؤ پښتو شعریات

ماحولیاتي تنقید اؤ پښتو شعریات

لیک : ماښام خټک

ماحولیاتي تنقید د تېرې پېړۍ پۀ اتمه لسیزه کښې مخ ته راغۍ اؤ چا چې دا تنقید د ادب برخه اوګرزړله نو دا دعوی یا ګیله ئې هم لرله چې دومره مهمه موضوع ولې د ادب د څېړنکارو یا نقادانو نه تر اوسه پاتې وه ؟ پکار وو چې د نورو موضوعاتو پۀ شان پۀ دې اړخ هم هغومره کار شوی وی لکه پۀ نورو چې شوی ـ

زما پۀ خیال د دوۍ دا ګیله بلکل پۀ ځائې وه خو دا قصور د نورو موضوعاتو د ماهرانو نه د ګیلې خبره نۀ ده بلکې هم د ماحولیاتې موضوع د ماهرانو قصور یا نه پام لرنه ده ولې چې ادب ته چې د کومې شعبې ماهران راغلي نو ادب ته ئې هغه شعبه هم راوړي او ادب ئې هم پۀ هغه شعبه یا موضوع سره پرتله کړی ـ لکه که د نفسیاتو ماهرین د ادب میدان ته راغلي نو ادب ئې د نفسیاتو پۀ پېمانه سنجولی دی که د عمرانیاتو ماهرین ادب ته راغلي نو ادب ئې د عمرانیاتو د تنقید پۀ میزان تللی دی ـ

که ده معاشیاتو ماهرین راغلي نو د ادب ئې د معاشیاتو پۀ اصولو کره کتنه کړي ـ که د علم الاعداد ماهرین راغلي نو ادب ئې د علم الاعداد سره اشنا کړی ـ دغه رنګ که د نجوم، طب، علم الاخلاق، کیمیا، تاریخ اؤ داسې نورو شعبو ماهرین راغلي نو ادب ئې ددغو شعبو سره د کره کتنې تر حده مخ پۀ وړاندې بوتلی ـ

د ماحولیاتي تنقید اصطلاع پۀ اول ځل پۀ کال نولس سوه اته اویا کښې ولیم روئیکرټ پۀ خپل مضمون لټریچر اینډ ایکولوجي کښې این ایکسپیریمتټ ان ایکو کرټسسزم کښې پکارولي وه اؤ ددې نه د هغۀ مراد ؤ پۀ ادب کښې ماحولیات اؤ د ماحولباتي تصوراتو اطلاق ؤ ـ زمونږ پۀ تنقید کښې چې کوم شی ډېر نطر انداز شوی یا نظر انداز کړی شوی دی هغه زمکه ده پۀ کومه زمکه چې مونږ اوسو اؤ ماحولیاتي تنقید زمکه خپله موضوع ګرځوي ګلین ـ ای ـ

لیو د خپل مضمون فطرت سره اړه لرونکي نظریاتو باندې نظر ثانۍ پۀ یو اقتباس کښې لیکي ” زمونږ دا کرۀ حیات د انسانانو د پاره یوازینۍ د اوسېدو جوګه مقام دی اؤ تل تر تله د اوسېدو جوګه پاتې شوی خو انسان اوس ددې د غیر اباد کولو طاقت تر لاسه کړی اؤ ددې خودکشه عمل شوني پائیلې به ډېر زر مخ ته راشي اؤ که انسانانو د دې الودګۍ د تخریبی عمل مخ نیوی او نۀ کړو نو زرده چې دا انسان به د خپلې تنګ نظرۍ اؤ د حرص له وجې پۀ کرۀحیات اثر انداز شي ـ

بیا داسې دا ماحولیاتي تنقید نورو ژبو خپل کړی اؤ زمونږ پۀ سیمه پۀ اردو ژبه کښې هم پرې کار شوی خو د پښتو ادب لمنه ترې لا بېخي تشه توره ده اؤ داسې د ماحولیاتي تنقید یو هم مضمون یا پېراګراف پۀ پښتو ادب کښې دابلاغ یا د تشهیر وړ نۀ دی کرځېدلی البته اوس اوس خبر شوی یم چې یو ځوان د صاحب شاه صابر پر شاعري د ماحولیاتي تنقید موضوع ګرځولي اؤ د پي ایچ ډي سند ئې پرې تر لاسه کړی ـ

زۀ اول راځم چې پۀ ماحولیاتي تنقید خبره اوکړم اؤ بیا هغه شعرونه لکه د خوشحال خان خټک نظم چې مصرعه ئې ده پښتنې جونې دې زلفې باد ته نیسي چې شمال ئې بوئیں راوړي و رتهنبور ته اؤ د هغې پۀ جواب کښې د ریاض تسنیم نظم پښتنې به زلفې څۀ اونیسي باد ته چې د مشقو پۀ ځائې بوئیں ترې د بارود ځي ـ

بیا د کاروان د غزل شعر مارغان دې راشي زمونږ لپو کښې دې ځالې اوکړي ـ غر مو تښتر نه لري کلی مو چنار نۀ لري ـ اؤ اخر کښې د ډاکټر اسرار نظم ګودر ـ خلق بدل شو که بدل شولو وختونه جینکۍ نۀ راځي ګودر ته د ماحولیاتي تنقید پة تناظر کښې اوڅېړم ـ

د ادب اؤ د ماحولیاتو یا د چاپېرچل تعلق د نوک اؤ د وریو دی ـ انشا پردازۍ، ناول نګارۍ، داستان ګوئۍ اؤ شاعرۍ کښې محاکاتو ته ماحولیات یا چاپېرچل وئیلی شي نور به ورته څۀ وایو ـ نو د مزې خبره داده ګو چې ماحولیاتی تنقید د ادب نوي شعبه ده اؤ دې کښې دا کتلی شي چې معاصر ادب کښې ماحول یا چاپېر چل ته څومره وخت اؤ څومره ځائې ورکړی شوی دی لکه زمونږ پۀ کلاسک ادب کښې پۀ خصوصي توکه ټپه کښې چې د ماحول پۀ اړه کوم موضوعات لکه

جانانه تور څادر پۀ سر کړه
ځان مرور کړه چې جرګه در ولېږمه

ځان ئې زړو جامو کښې جوړ کړو
لکه پۀ وران کلي کښې باغ د ګلو وینه

چنار به ولې سر لوړ نۀ که
چې جینکۍ ور لاندې سترګې توروینه

جانانه ستا دیدن د پاره
زۀ پۀ غرمه د ګودر غاړې له درځمه

جانانه صبر وظیفه کړه
د دریابونو ماهیان غاړې له راځینه

مازدیګر مونځ دې قبول مه شه
دیدن دې پرېښود د ایمان کوې سوالونه

 

خو نن انسان لګیا دی دغه ثقافتي ورثه وژني، پولې پټي، ګودرونه، چنارونه، ونې بوټي ورانوي اؤ دغه رنګ د مارغانو اؤ د ماهیانو نسل کشي کوي ـ هوا اؤ سیدونه ئې الوده کړي اؤ د خپلې بربادۍ سبب ځانته پخپله جوړوي ـ ماحولیاتي الودګۍ نړۍ دومره متاثره کړي چې نن انسان د زمکې اؤ اسمان د مدار نه پۀ وتو دی اؤ پۀ مریخ کښې د سر پټولو هڅې کوي ـ

د امریکې پۀ دریو ریاستونو کښې پۀ دې منصوبه پۀ ډېره تېزۍ کار روان دی پۀ ټکساس کښې ایلن مسټ Elon must ددې کار ذمہ واري اخستي اؤ ټیسلا Tesla سپی سکس Spasex اؤ هائپر لوپ نامې کمپنیانې پۀ دې کار بوختې دي ـ پۀ کال دوه زره شل کښې اولنۍ خلائي شټل جوړ کړی شوی ؤ اؤ پۀ کال دوه زره شپږویشت پورې به د انسانانو د تعمیراتي سامان سره پۀ مریخ د کوزېدو جهاز پۀ باقاعده توګه خپل سروس پیل کړي ـ

ماحولیاتي تنقید د مابعد جدیدیت پۀ وسعت کښې نوره فراختیا ده لکه څنګه چې زمکه د کائنات مرکز دی دغه رنګ انسان هم د کائنات مرکز دی ـ انسان د ډېرو حېواناتو، نباتاتو، جماداتو، څرېدونکيو ، الوتونکيو اؤ دغه رنګ د فطرت د مظاهرو سره د یو والي اؤ اخوت نسبت یا تړون ساتي ـ

اؤ دۀ ته به د خپل روښانه مفاداتو د تناظر د پاره خپل ” شرف زعم ناطق” پرېښودل وي اؤ د خود احتسابۍ د اعلی’ انصاف تصور به خپلوي اؤ دا نوی مقام به مني اؤ دا به انصاف وي ګو چې د زړو حقایاتو یا اساطیرو په موجودګۍ کښې د نباتاتو، جماداتو، کبانو اؤ مارغانو خبرې انساني عقل له اوله منلي اؤ دا ددۀ د پاره نوي نۀ دي نو دا به انسانیت اؤ هم دا به نوي صلح کل وي اؤ چې څوک هم پۀ مناسب وخت دې ژویو ته پۀ خپل فهم کښې ځائې ورکولو نه قاصره وي هغه به نقصاني کیږي اؤ پکار نۀ ده چې انسان دې پۀ خساره کښې وي ـ

اوس راځو بره ټپو ته چې د زمکني حقیقت له رویه اوس له منځه تلي اؤ یو وخت ؤ چې دا د ژوند ژواک یا د ماحولیاتي تنقید موضوعات وو خو پۀ وخت ورته پام لرنه نۀ ده شوي لکه تور څادر پۀ سرول خپل پۀ خپله د ماتم یا د خفګان علامت دی اؤ د خفګان رغېدن به پۀ ننواتي اؤ جرګه وو اؤ دې جرګه کښې به جرګایانو ناسته هم پۀ زمکه کوله چې دا هر څۀ اوس د منځه تلي ـ

دغه رنګ پـۀ زړو جامو کښې ځان جوړول اؤ تشبیه ئې د وران کلي د باغ سره ورکړي چې اوس خو نۀ چرته هغه شان کلي شته اؤ نۀ وران باغونه اؤ نۀ څوک پۀ زړو جامو کښې ځان تیاروي ګو چې ددې رسم له منځه د تللو هڅه خپل پۀ خپله یوه لویه المیه ده اؤ پۀ دې خبرو نن سبا یک یوازي زاړۀ یا خاص کلیوال خلفږق پوهیږي اؤ هغه هم خال خال ـ

دغه رنګ مازدیګر ګودر اؤ غرمه دا درې ډېر لوئې کلیوال توکي دي چې د جدید ابي سسټم له وجه کډه پۀ سر دي نۀ ګودر شته نۀ ماذدیګر شته اؤ نۀ بده غرمه چې لیلا کور کوي خوبونه ـ اوس که مونږ.د خوشحال خټک شعر پښتنې جونې دې رلفې باد ته نیسي ـ چې شمال ئې بوئیں راوړي و رتهنبور ته ـ

اؤ ددې جواب د ریاض تسنیم شعر چې پښتنې به زلفې څۀ اونبسي باد ته ـ چې د مشقو پۀ ځائې بوئيں ترې د بارود ځي ته راشو نو د ماحولیاتي تنقید یو ویاند مضمون نه بلکې یو باب تعه به را اورسو ـ یو وخت ؤ چې ددغو زلفو نه به د مشقو اؤ عنبرو بوئیں راتلو ولې اوس ددغو زلفو نه د زمکني اؤ ماحولیاتي بدلون له وجې د بارودو د بویونو شنې ډډوزې خېژي ـ دغه شان چې د پیر محمد کاروان شعر اؤ د ډاکټر اسرار نظم ته راځو نو دا پۀ پښتو ادب کښې بېخي د ماحولیاتي تنقید یو سپړدلي اؤ واضحه نمونې دي ـ

مارغان دې راشي زمونږ لپو کښې دې ځالې اوکړي
غر مو نښتر نۀ لري کلی مو چینار نۀ لري ـ چې یوازي د انساني ژوند المیه دلته نه ده بیان شوي بلکې د انسان سره سره د زمکې، د ماحول، د نباتاتو د مارغانو اؤ د غر اؤ د کلي یوه سانده د زمکني حقائقو پۀ تناظر کښې ومخ ته راوړلی شوي ده اؤ د ماحولباتي موضوع یا د ماحولیاتي تنقید یوه ویانده بېلګه ده ـ

دغه رنګ خلق بدل شو که بدل شولو وختونه جینکۍ نۀ راځي ګودر ته، جینکۍ نۀ راځي ګودر ته
دې نظم یا نطم نما سندره یا سندره نما نظم کښې د بدلون توری خپل پۀ خپله د ماحولیاتي تنقید استاذیتوب کوي اؤ لازمه ده چې خلق تل تر تله بدلیږي کومې ته چې مونږ د فعل بدل پۀ توګه د وخت بدلون هم وایو اؤ پۀ اصل کښې دغه بدلون د ماحولیاتي تنقید اصل موضوع ده چې پښتو ادب هغه وخت خپله کړي وه چې د ماحولیاتي تنقید اغاز کونکیو لا دې اړخ ته پام هم نۀ ؤ کړی چې زمونږ فوکلور، کلاسک جدید اؤ جدید تر ادب ترې له هر اړخه ډک ډوک و اؤ ما د نمونې د پاره دغه یو څو ټپې اؤ شعرونه ترې خپل مضمون ته راوړل چې د ماحولیاتي تنقید د لیک یا تنقید د شورو یا اغاز د پاره یوه لاره پرانیزم ـ

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه