دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان سرپرست حکومت په ريچارډ بینټ بندیز لګولی

افغان سرپرست حکومت په ريچارډ بینټ بندیز لګولی

ويب ډيسک

‏ریچارډ بنټ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا کې ځانګړی راپور ورکوونکی دی چې وخت ناوخت یې د خپلو منفي لیدلورو له مخې د افغانستان په تړاو ناسم راپورونه خپاره کړي.

د ا.ا ویاند دویچه ویله سره خبرو کې ویلي، بنټ د افغانستان پر وړاندې د پروپاګند خپرولو لپاره ګمارل شوی و او کوچنۍ ستونزه به یې لویه موضوع ګرځوله.

د نوموړي همدې کاري شا لید ته په کتو مولوي «ذ…ب.ی.ح الله م…ج.اه.د» وايي، نوموړی نور افغانستان ته د سفر اجازه نه لري.

ریجارد بنت د ۲۰۲۲ کال اپریل میاشت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا د ځانګړي استازي په توګه وګمارل شو، چې له هغه وخته تر اوسه یې تل هڅه کړې چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان حقایق تحریف کړي.

بلخوا د سیاسي چارو شنونکي وایي، ریچارد بنت د افغانستان ځمکني حقایقو او اسلامي اصولو په پام کې نه نیولو سره خپل راپورونه خپرول او نړۍ ته یې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت برعکس وړاندې کاوه.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه