دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد امربالمعروف وزارت وايي، تېر کال یې ۳۰ زره «غیر اخلاقي فلمونه»...

د امربالمعروف وزارت وايي، تېر کال یې ۳۰ زره «غیر اخلاقي فلمونه» له منځه وړي دي.

ويب ډيسک

د افغانستان د امربالمعروف وزارت وايي، تېر کال یې ۳۰ زره «غیر اخلاقي فلمونه» له منځه وړي دي.

دغه وزارت په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي چې ياد فلمونه يې چیرته او څنګه وړي دي؛ خو څو ځلي د رسنیو پر دفترونو د طالبانو د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان واکمنو دا اقدام د «ټولنې د اصلاح» لپاره یوه هڅه بللې ده.

ملګرو ملتونو پخپل وروستي راپور کې ا.ا تر واک لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د تر ټولو ستر سرغړونکي بللى دى.

دغه بنسټ وايي، په ولایتونو کې د دغه ادارې پورې د اړوندو کسانو چلند او کړنې په کابل کې د دوی د چارواکو له فرمانونو، حکمونو او ادعاوو سره توپیر لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه