ويب ډيسک
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان ورستیو څرګندونو ته په غبرګون ویلي، کومو ستونزو او ګواښونو نسبت چې افغانستان ته کیږي په حقیقت کې د دې هرڅه احتمال له پاکستان څخه لیدل کېږي.
د افغانستان لپاره د پاکستان بهرنیو چارو وزارت استازي اصف دراني د افغانستان په تړاو ویلي، که نړۍ افغانستان ته پام ونه کړي نو د سپټمبر ۱۱ مې بله پېښه رامنځ ته کېدای شي.
همدې څرګندونو ته په غبرګون د افغانستان بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دراني څرګندونې له ځمکنیو واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه ده او د هرې نړېوالې پېښې احتمال له پاکستان شته.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپله اېکس پاڼه ویلي، افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.


