ويب ډيسک
د بلوچستان په بلوڅ مېشته سیمه خاران کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی چې ورسره په پاکستان کې سږ کال د پولیو پېښو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی.
په کوټه کې د پولیو پر وړاندې د بیړنیو چارو مرکز د اګست پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې په شاوخوا دوه کلن ماشوم کې یې د پولیو وایرس تایید کړی دی.
اخوا د پولیو ناروغۍ ختمولو لپاره د بیړنیو اقداماتو ملي مرکز د اګست پر ۲۰مه په بیان کې وویل چې تازه پېښو ته په کتو په سېپټېمبر کې د پاکستان په ځینو ضلعو کې واکسیني کیمپېن کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر اوومه د هغې صوبې په پښتون مېشته سیمه کلا عبدالله کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو او تر دې درې ورځې مخکې د پنجاب د پولیو مخنیوي پروګرام ادارې په چکوال کې د هغې وایرسي ناروغۍ پېښه ثبت کړې وه. دا په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې په پنجاب کې د پولیو لومړۍ پېښه وه.
پاکستان کې سږ کال پنځلس د ګوزڼ پیښې ثبت شوې دي


